Banner

د ترکيې د لږکيو پر بنسټ پالنه نړيوال ولې غلي دي؟

04.08.2007 16:14 د نړيوالو په اند طالبان بنسټ پال وو؛ ځکه چې هغوی د اسلامي حجاب پر التزام او د اسلامي اصولو پر مراعتولو خلک مجبورول. نړي والو هم ورسره پر همدې بنسټ سم تعامل ونکړ، چې نتيجه يې په افغانستان کې د اسلام حکومت خاتمه شوه. خو بل پلو ته اروپايي اتحاد ترکيه له ځان سره په دي دليل پرېنښوده، چې ترکيه اسلامي هيواد دی، په داسې حال کې چې همغه مهال د ترکيې هيواد مکمل سيکولرو او د اسلام هيڅ نښې پرې  نه ښکارېدې؛ خو د نړيوالو په اند دا هيڅ بنسټ پالنه نه ده!! په ترکيه کې د روان کال د اوومې مياشتې په ټولټاکنو کې د ترکيې د عدالت او انکشاف اسلامي ګوند په غوڅ اکثريت سره کامياب شو، داسې چې د حکومت په تشکيل کې بل هيچا ته اړتيا هم نه لري. لومړی د نړی ټولو سيکولر( بې دينه) ګوندونو او قوتونو خواشيني ښکاره کړه، چې ترکيه يو وار بيا د اسلاميت پر لور روانه ده او بيا يې د ترکيې د سيکولر ګوند_ چې په ترکيه کې د لږکيو حيثيت لري_ پر شا وټپاوو، چې د ولس مشر په ټا کلو کې بايد لانديني توکي په پام کې ونيول شي:
١_ ولس مشر بايد د ديموکراسۍ اقدارو ته په درنه سترګه وګوري اوپلي يې کړي.
ددې ستره موخه داده، چې د ترکيې ولس مشر بايد د اسلام او دين ټکی بېخي پر خوله رانه وړي او نه د تر کيې د اسلامي کولو هڅه وکړي او نه هم د مطلقې بې ډبې او بې چتې ازادۍ مخالف وي.
٢_ د ولس مشر مېرمن بايد محجبه نه وي!!
له پورتنيو غوښتنو سره د ترکيې فوځ هم همغږی دی له همدې کبله يې پر عبدالله ګل او رجب طيب اردوګان نيوکه وکړه، چې بايد ولس مشرۍ ته کانديدنشي؛ ځکه چې ددوی ښځې محجبې دي. د ټولټا کنو له مخه لا پر دوی دا نيوکه کېدله او سيکولر ګوند د لاريونونو په ترڅ کې دوه شعارونه ډېر ورکول، لومړی چې ترکيه سيکولر هيواد دی، عبدالله ګل او اردوګان غواړي، چې له پټو لارو ترکيه اسلامي کړي او دوهم شعار يې داو، چې رياست جمهوري او محجبې ښځې سره نه جوړيږي!! عجيبه خو داده، چې په خپله ديموکراتان او سيکولر خلک اوس د ديمو کراسۍ اصولوته هم غاړه نه ږدي، په لوی لاس د ديموکراسۍ اقدار؟ سپکوي؛ ځکه چې  دوی همغه  پراګماتيان (ګټه پالونکي) دي، چې د خپلې بې ډبې او بې چتې ازادۍ پر وړاندې هيڅ يو اصل ته هم نه دی قانع. په ار کې نړۍ د يوې سياسي دوه رنګی او منا فقت ښکار ده، چې د نړی ټول استکباري قوتونه يې _ چې په سرکې يې امريکا ده_ پر مخ بيايي. د٢٠٠٧ کال اوومې مياشتې پر دريمه بوش د هغه مالونو د کنګل کولو امر وکړ،چې د لبنان د خلکو په خير نه تماميږي، اشاره يې د حزب الله شېعه ګوند او نورو اسلامي ګوندونو پانګو ته وه، خو بل پلو خپله بوش عراق ته څومره خير ورساوو؟ بش پر خپل دغه منافقت غواړي لبنان ته هم د عراق په څېر خير؟ ورسوي. دا د استکباري قوتونو د مخکښ (بش) د منافقت ښکاره بېلګه ده، چې د هيوادونو د خير ښېګڼې تر سرليک لاندې  د هغوی د فساد او تخريب چارې پر مخ بيايي او همدغه دورنګي ده ، چې يو اړخ ته طالب بنسټ پاله بولي او بل اړخ ته د ترکيې د بې دينه ګوند پر بنسټ پالنه سترګې پټوي.

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.